Banner

ځانته زيندۍ جوړه کړم: اسد دانش ساپی

26.03.2011 09:37

ما مې د زړه په بڼ کې
خپلو غمونو ته يو ټال جوړ کړى
زما غمونه د ماشوم په رنګه
څومره ضدي غوندې دي
څومره جدي غوندې دي
هره لحظه  چې رانه ټال غواړي
بس زنګېدل غواړي
پرې لوبېدل غواړي
ما ځانته کار کتلى
اوس خلاصېدى کله شم
د خلاصېدو مې دا يوه لاره ده
چې د زړه بڼ مې په کنډر بدل کړم
چې دغه داغ نور په پرهر بدل کړم
ددې ټالونو له وريښمين پړي نه
ځانته زيندۍ جوړه کړم
ځانته رسۍ جوړه کړم.

 

کامران 26.03.2011 16:55

واه واه اسد دانش صاحب، د نور کله په څير دا دې هم ښکلی نظم کښلی دی، ماته ياد دي تاسې له ښکلا مجلې سره په مرکه کې ويلي و، چې که ښه شاعر نه يم خو د بيکاره شاعرانو له کتاره هم ځان نه باسم خو نا ښه شاعري دې ده بلکي د سايل صاحب خبره ستا شاعري نه ده واردات دي.<br />کامران کږه وال

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.